ګورنر هاؤس ته د خېبرپښتونخوا د نګران وزيراعلې د ټاکلو لپاره یول لیک ترلاسه شوے دے
باغی ټي وي رپورټ
ګورنر هاؤس ته د خېبرپښتونخوا د نگران وزيراعلې د ټاکلو لپاره خط ترلاسه شوے دے۔
حکومت او اپوزيشن د خيبرپښتونخوا د نگران وزيراعلي لپاره د اعظم خان په نوم اتفاق کړې دې چې وروسته د نگران وزيراعلې د ټاکلو لپاره ګورنر ته خط استولے شوے دے۔
د خط په متن کې ويل شوي چې اعظم خان د وزيراعلي او د اپوزيشن ليډر په مشوره د نګران وزيراعلي په توګه نومول شوى نو د خيبرپښتونخوا ګورنر بايد اعظم خان د نگران وزيراعلي په توګه وټاکي.
په دغه لیک د وزيراعلي محمود خان او د اپوزيشن ليډر اکرام دراني لاسليکونه کړي دي.د نهې په ورځ ګورنر هاؤس ته د خېبرپښتونخوا د نگران وزيراعلې د تقررۍ خط ترلاسه شوے دے۔