د اسلامي همکاریو سازمان استازي تیره ورځ د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.
د اسلامي همکاریو سازمان استازي تیره ورځ د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي.
20 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چاور وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دکتور محمد سعید آل عیاش وکتل.
په پیل کې ښاغلي سعید د سازمان د سرمنشي ښاغلي حسین ابرهیم طه له لورې د بهرنیو چارو وزارت مخته پر غزېدلي سړک د خونړۍ پېښې په تړاو د تسلیت پیغام شریک کړ او دا یې یوه دردناکه پېښه وبلله.
نوموړي افغانستان ته د O.I.C په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او بشري مرستو رسونې په برخه کې د تخنیکي هېئتونو د راتګ خبر ورکړ، دغه راز نوموړي وویل چې نن د دغه سازمان له لورې د درې میلیونه ډالرو مرستو د وېش بهیر پیل شو.
اړوند موضوعات
د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي پلاوي نن ورځ د اسلامي امارت بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي.
ورپسې مولوي متقي د هغوی له غمرازۍ مننه وکړه، له افغانانو سره د هغوی مینه او اخلاص یې د ستاینې وړ وباله او هیله یې وښوده چې د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې کولای شو چې د ستونزو په حل کولو کې پرمختګ وکړو.