ټولګټو وزارت: د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ترمیماتي پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

0
118

ټولګټو وزارت: د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک د ترمیماتي پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

 

20 جنوري 2023

 

د ټولګټو وزارت له لوري، د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په غازي سیمه کې د کابل – جلال آباد، د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او ۱۴۹ متره استنادي دیوالونو د بیارغونې پروژې کار بشپړ او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما ګټې اخیستني ته وسپارل شوه.

 

د دغې پروژې د ګټې اخیستې په مراسمو کې د ترانسپورت ریاست سرپرست مولوی عبدالولی محمد، د کابل ولایت د ټولګټو ریاست سرپرست مولوی محمد داود زاهدی، یو شمېر تخنیکي رئيسانو، قومي مخورو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي ګډون کړی وو.

 

د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک، چې د طبعي پیشو له امله ویجاړ شوی و، د ترمیم کار یې د ټولګټو وزارت له لوري له یوه قراردادي شرکت سره د شاوخوا ۲۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی وه، چې اوس مهال یې چارې بشپړي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

اړوند موضوعات

ټولګټو وزارت: د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي سړک د دویم لاټ د جوړولو کار جریان په چټکۍ دوام لري.

 

د یادې ترمیماتي پروژې له بشپړېدو سره به د کابل – جلال آباد د دویم سړک له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به د پخوا په پرتله هوارې شي.

Leave a reply