متقي د برتانیه اهم چارواکي سره لیدنه کړي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي نن د برتانیه هیواد د افغانستان لپاه خصوصی نماینده س ره په کابل کښې ملاقات کړي دې، په دې اهم لیدنه کښې په اهمو مسلو او موضوګانو خبرې اترې شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ټویټر په پانړه خپور شوي یو رپورټ مطابق په دې اهم ملاقات کښې د افغانستان اسلامی امارت او د برتاینه هیواد ترمینځ د سفارتي اړیکو بحالولو او ښه کولو په موضوع ټینګار وشو.
دا خبره هم د یادونې وړه ده چې نن امارت اسلامی نایب وزیراعظم مولوی عبدالغني برادر او مولانا عبدالسلام هم د برتانیه هیواد چارواکو سره کتل او په یو شمیر مسلو او د افغانستان او برتانیه ترمینځ اړیکو بحالولو او نورې ښې کولو په اړه ی خبرې اترې کړي دي.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت په نړۍ هیوادونو او ملګری ملتونو غږ کړي اوی غوښتنه ی ترې کړي چې دوی دې په رسمي توګه اوپيژني، د افغانستان اسلامی امارت له طرف نه نن د پاسپورټ ریاست ښځینه کارکوونکو ته هم وینا شوي ده چې دوی دې واپس خپلو وظیفو ته راشي او افغان اولس ته دې د پاسپورټونو او تذکرو ورکول پیل کړي.
IEA Minister of Foreign Affairs H.E. Amir Khan Muttaqi met with UK Prime Minister’s Special Representative Sir Simon Gass and accompanying delegation this morning.
The meeting focused on detailed discussions about reviving diplomatic relations between both countries, pic.twitter.com/j3DJXsPRBi
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) October 5, 2021





