ملا عبدالغني برادر د برتانیا دولت نمایندګانو سره لیدلي

0
93

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان دولتي رسني مطابق د افغانستان د اسلامی امارت نایب وزیراعظم ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي نن د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سایمون ګاس سره وکتل او په اهمو موضوعاتو ی ورسره خبرې کړي دي.

د رپورټ مطابق په دې ناسته کښې د برتانیه د دولت نماینده سره د افغانستان د اسلامی امارت د لا ښه کولو په اړه ټینګار وشو. یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو دا ملاقات په داسې وخت کښې شوې چې د افغانستان اسلامی امارت عبوري حکومت نور غړي هم په بیله بیلو وظیفو او ادارو کښې معرفي شوي دي.
د افغانستان اسلامی امارت د ملګري ملتونو لپاره هم د سهیل شاهین نامه ورکړې ده، او دا خبره هم د یادونې وړه ده چې د ملګري ملتونو په ۷۶ عمومي غونډه کښې د افغانستان له طرف نه کوم نماینده وینا و نه کړې شوه ځکه چې د پخواني افغان حکومت په ملګری ملتونو کښې نماینده اسحاق زیی وو او هم په دې وخت کښې د طالبانو مشرانو د طرف نه د ملګری ملتونو لپاره د سهیل شاهین نامه لیږل شوې وه.
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د ملګری ملتونو او د نړۍ هیوادونو نه دا غوښتنه هم کړې ده چې په افغانستان کښې د اسلام امارت حکومت په رسمي توګه اوپیژني.

Leave a reply