لا هم المان کې په زرګونو افغان کډوال امریکا ته د تلو په انتظار پاتې دي
لا هم المان کې په زرګونو افغان کډوال امریکا ته د تلو په انتظار پاتې دي
وروسته تر هغه چې امریکا له افغانستان څخه زرګونه افغان کډوال وایستل، یو شمېر یې د قطر، المان او یو شمېر نورو امریکايي اډو ته وړي دي.
دغه کډوال له نظامي اډو ته تر انقال وروسته یو شمېر یې امریکا ته انتقال شوي او ځینې یې لا هم د امریکا په نظامي اډو کې پاتې دي.
(2021 / 10 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
وروسته تر هغه چې امریکا له افغانستان څخه زرګونه افغان کډوال وایستل، یو شمېر یې د قطر، المان او یو شمېر نورو امریکايي اډو ته وړي دي.
دغه کډوال له نظامي اډو ته تر انقال وروسته یو شمېر یې امریکا ته انتقال شوي او ځینې یې لا هم د امریکا په نظامي اډو کې پاتې دي.
له جرمني څخه یو شمېر افغانان امریکا ته انتقال او یو شمېر یې دغو افغانانو کې د شري ناروغۍ د ګډېدو له امله المان کې د امریکا اډو کې پاتې شول.
راپورونه وايي چې المان کې بند پاتې افغان کډوال اوس په سختو ستونزو کې ژوند کوي.
په داسې حال کې چې المان کې له بند پاتې افغانانو سره هلته دپاتې کېدو هېڅ ژمنه نده شوې، تازه امریکا ویلي چې دغه کډوال به هم ډېر ژر امریکا ته انتقال کړي.
تر دې وړاندې امریکا ویلي ؤ چې په زرګونه افغان کډوال یې د قطذ له نظامي اډو امریکا ته انتقال کړي دي.