ستونزې د خبرو له لارې هوارول غواړو: د افغانستان اسلامي امارت

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیر خواه د ملګري ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استاژ سره په کتنه کښې ویلي دي چې د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
د افغانستان هیواد د رسنی باختر نیوز ایجنسي یو رپورټ مطابق ملا خیرالله خیر خوا د ملګری ملتونو ښځینه نماینده ته په ډاګه کړه چې د افغانستان اسلامی امارت دا پالیسي ده چې ستونزې او مشکلات د خبرو اترو له لارې هواري کړي.
خیر خواه اوویل چې د افغانستان اسلامی امارت نه غواړي چې په زور او فشار له لارې په هیواد کښې ستونزی هواري کړي ځکه د فشار له وجهې نورې ستونز او جنګونه پیدا کیږي او د افغانستان اسلامی امارت نه غواړي چې په دې هیواد کښې یو بل جنګ پیل شي .
یاده دي وی چې کله نه چې په افغانستان کښې د افغانستات اسلامی امارت نوي عبوري حکومت جوړ شوي نو ددې حکومت د مشرانو له طرف نه داسې بیانونه او دریځ جاري شوې دې چې ویلي ی دي چې په دې ملک کښې نور جنګ ختم شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کې وويل: د اسلامي امارت پاليسي دا ده چې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، نه د زور او فشار له لارې. pic.twitter.com/2uvzUEnlYq
— BNA Pashto (@bnapashto) October 5, 2021





