د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د اسراییل او سعودي عربستان د اړیکو پر امکاناتو خبرې کړي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د اسراییل او سعودي عربستان د اړیکو پر امکاناتو خبرې کړي دي.
د بلومبرګ امریکايي سازمان د راپور له مخې، اسراییل او امریکا د اسراییل او سعودي د اړیکو د عادي کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د امریکايي رسنیو په وینا، نتنیاهو غواړي چې په سیمه کې له ایران سره د مقابلې لپاره له اسرائیلو سره اړیکې زیاتې کړي، په داسې حال کې چې د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره د امریکا او اسرائیلو پر هڅو هم خبرې وشوې.