په افغانستان کې د یخنۍ د شدت د زیاتوالي له امله ۷۸ تنه مړه شوي دي

0
219

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د یخنۍ د شدت د زیاتوالي له امله ۷۸ تنه مړه شوي دي.

چارواکي وايي، سږ کال د يخنۍ شدت د تېرې يوې لسيزې ټول ريکارډ مات کړی، چې په ټول هېواد کې د سړې هوا له امله د مړو شمېر ۷۸ ته رسېدلی دی.

د چارواکو په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۳۴ درجو ته راښکته شوې، په داسې حال کې چې په راتلونکو اونیو کې د سړې هوا د شدت د زیاتېدو امکان شته.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالله احمدي له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې په دې بېړنیو حالاتو کې د یخنۍ د شدت له ریکارډه زیاتوالي له امله له زیانمنو شویو خلکو سره مرستې وکړي.

Leave a reply