اليکشن کميشن ټولو حلقو نه د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د کاميابئ نوټيفيکيشن جاري کولو حکم کړے دے

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: اليکشن کميشن ټولو حلقو نه د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د کاميابئ نوټيفيکيشن جاري کولو حکم کړے دے۔
اليکشن کميشن د عمران خان لخوا د انتخابي خرچو تفصيل جمع نه کولو نوټس اخستې وو په کومه به چې د چيف اليکشن کمشنر په مشرۍ پنځه کسيزه کميشن محفوظ فيصله کړې وه۔
اليکشن کميشن په اووه حلقو کښې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د کاميابئ نوټيفيکيشن جاري کولو حکم کړے دے۔
اليکشن کميشن وئيلي دي چې عمران خان دانتخاباتي لګښتونو تفصيلات وړاندې کړي دي نو ځکه يې دانتخاباتو په ادا کولو کې ځنډ بخښلى دى.
الیکشن کمیشن عمران خان د این اے 22 مردان، این اے 24 چارسده، این اے 31 پیښور، این اے 108 فیصل آباد، این اے 118 ننکانه، این اے 45 کرم او این اے 239 کورنګی نه ضمنی انتخاباتو کښي کامیاب اعلان کړې دې.
اليکشن کميشن د دسمبر په 20مه نيټه د دې مقدمې فيصله محفوظ کړې وه۔





