په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو نیږدې وخت کې ۹۶۵ زره کسانو ته د بشري مرستو رسولو خبر ورکړی.

0
200

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو نیږدې وخت کې ۹۶۵ زره کسانو ته د بشري مرستو رسولو خبر ورکړی.

19 جنوري 2023

 

په هېواد کې د سختې یخنۍ له امله احتمالي زیانمنو ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ غونډه نن ورځ د ملا محمد عباس آخند په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او د پېښو په برخه کې د همکارو موسسو د مسوولینو په حضور کې ترسره شوه.

 

په دې غونډه کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د ملي او نړیوالو موسسو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ورښتونو، واورو او سړې هوا له امله تر اوسه ۲۶ کسان شهیدان او ۷۰ زره څاروي لمنځه تللي دي، نو پکار ده چې د لا زیاتو انساني او څارویو د زیانونو د مخنیوي لپاره بشري مرستې ترسره شي.

 

 

د UN-OCHA دفتر استازي وویل: د ملګرو ملتونو دفترونه په پام کې لري ترڅو ۹۶۵ زره کسانو ته بشري مرستې ووېشي او د بشري مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.

اړوند موضوعات

شهداؤ او معلولینو چارو وزارت او د ترکیې IHH خیریه مؤسسې تر مینځ د مرستې یوه هوکړه لاسلیک شوی.

 

 

ورپسې د IOM، DRC او UNHCR دفترونو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ۱۳۰ زره کورنیو سره بشري مرستې شوي دي او ژمنه یې وکړه چې خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

حمادشیرزاد

Leave a reply