په پنجاب کې د شخصي ګټو لپاره د سود پر کاروبار بندیز لګول شوی دی

0
157

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: په پنجاب کې د شخصي ګټو لپاره د سود پر کاروبار بندیز لګول شوی دی.

د پنجاب حکومت د پرائیویټ لونز ایکټ 2022 ګزټ نوټیفیکیشن جاری کړی دی.

وزيراعلي پرويز الاهي وئيلي دي څوک چې په شخصي سود کاروبار کوي هغوي ته به لس کاله قيد او پينځه لاکه روپۍ جرمانه لگول کيږي.

هغه زياته کړه، پخوا به چا چې په شخصي ډول د سود په بدل کې پيسې اخيستې، اوس به يې يوازې اصلي پيسې بېرته ورکول کېږي.

Leave a reply