امریکا وايي، د پاکستان له اقتصادي ننګونو خبر دی، موږ غواړو چې پاکستان په ښه اقتصادي حالت کې اووینو

0
139

باغي ټي وي رپورټ
امریکا وايي، د پاکستان له اقتصادي ننګونو خبر دی، موږ غواړو چې پاکستان په ښه اقتصادي حالت کې وګورو.

د امريکا دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې نړيوال بانک پاکستان ته د يو ميليارد لس ميليونه ډالرو د پورونو منظوري تر راتلونکي مالي کال پورې ځنډولې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې نيدپريس په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې پاکستان له نړيوالو اقتصادي بنسټونو سره په تماس کې دى.
نیډپریس وویل چې دوی غواړي پاکستان په ښه اقتصادي حالت کې وویني، د امکان تر حده د پاکستان ملاتړ وکړي، په دوه اړخیزو تماسونو کې پر دغو موضوعاتو خبرې کیږي.

دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند وويل دپاکستان سره په تکنيکي ټکو خبرې کيږي، دبهرنيو چارو وزارت، خزانې، سپينې ماڼۍ اؤ نورو سره هم دپاکستان په اقتصادي ثبات خبرې اترې کيږي.

Leave a reply