سندهه کښې بلدیاتي ټاکنو نتیجو کښې بدلون، سیاسي ګوندونو په احتجاج لاس پورې کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف او پیپلز پارټۍ کارکنان یو ځل بیا د کراچۍ په کیماړۍ سیمه کې د ضلعې ریټرننګ افسر (ډي آر او) دفتر مخې ته یو بل سره مخامخ شوي دي.
د جماعت اسلامي کارکنان د اردو پوهنتون مخې ته احتجاج کوي.
تحريک انصاف په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو نتيجې بدلولو په تور د ډي آر او او ډپټي کمشنر دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره کړې وه چې پکې د پيپلز پارټۍ کارکنان هم رسيدلي وو او د پارونکو نعرو وروستو يې په يو بل کانړو سره ګوزارونه هم وکړل.
په پایله کې د دوو رسنیو د کارکوونکو په ګډون ۳ تنه ټپیان شول. بلخوا په ملير هالټ کې د پيپلز پارټۍ او جماعت اسلامي د کارکنانو ترمينځ نښته شوې چې د تشدد له امله په قيوم آباد چورنگي او شارع فيصل باندې ټريفک جام شوے دے۔
په قیوم آباد چوک کې هم د پاکستان تحریک انصاف د کارکنانو دھرنا او احتجاج روان دی چې له امله یې په عایشه مسجد ایکسپریس وے، کورنګي روډ، جام صادق پل او شهید ملت ایکسپریس وے باندې ټرافیک جام شوی دی.