پکتیا کې د څه باندې ۱۳ مېلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
پکتیا کې د څه باندې ۱۳ مېلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د معلوماتو له مخې په پکتیا ولایت کې په روان کال د بشپړو شویو پروژو شمېر ۵ ته رسیږي او لا هم ۷ نورې شبکې تر کار لاندې دي چې په نیږدې راتلونکي کې به ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ا.ا حکومت واک ته په رسیدو سره تر ډېره په هېواد کې پراختیایي پروژې چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې کارونه روان و په ټپه ودریدلي دي.
(2023 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دغه پروژې د اوبو رسولو او ساتنې په برخه کې د یونیسف په مالي ملاتړ د پکتیا کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست سره په هماهنګۍ په شواک او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې د ۱۳.۶ مېلیونو افغانیو په ارزښت تطبیق شوې.
د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي میرزاجان صادق د آسواکا خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې وایي، “چې په دغه پروژو باندې ۱۳.۶ مېلیونه افغانۍ مصرف راغلی، چې له دغه پروژو څخه ۱۰۶ فامیلونه، دوه بابه ښوونځي او یو مدرسه د څښاک پاکې اوبو لپاره ورڅخه ګټه اخلي او هم په نیږدې راتلونکي کې ۱۰ بابه عصري تشنابونو په جوړېدو سره به دوه ځایي ښونځيو کې زده کوونکي د روغتیا ساتنې په برخه کې له ستونزو وژغورو.”
د معلوماتو له مخې په پکتیا ولایت کې په روان کال د بشپړو شویو پروژو شمېر ۵ ته رسیږي او لا هم ۷ نورې شبکې تر کار لاندې دي چې په نیږدې راتلونکي کې به ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
اړوند موضوعات:
د یادونې وړ ده، چې د ا.ا حکومت واک ته په رسیدو سره تر ډېره په هېواد کې پراختیایي پروژې چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې کارونه روان و په ټپه ودریدلي دي.