د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري وايي، تحریک انصاف به په ټولو څوکیو انتخابات وګټي او عمران خان به پر دغو ۳۳ څوکیو د تحریک انصاف کاندید وي.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فواد چوهدري وايي، تحریک انصاف به په ټولو څوکیو انتخابات وګټي او عمران خان به پر دغو ۳۳ څوکیو د تحریک انصاف کاندید وي.
ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ سپيکر نن د تحريک انصاف او شيخ رشيد د ٣٤ غړو استعفاوې منلې دي. له دغو ۳۴ غړو څخه ۳۲ یې انتخاب شول او ۲ یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ جرګې ته ورسېدل.
د پاکستان ډیموکریټک غورځنګ اعلان کړی و چې د دغو څوکیو په ضمني انتخاباتو کې به برخه نه اخلي، خو اوس فواد چوهدري اعلان کړی چې عمران خان به د دغو ۳۳ څوکیو لپاره کاندید وي.
د پي ټي ائي مشر اسد عمر هم وايي چې پي ډي ايم دومره ويره لري چې په دې ٣٥ څوکيو به په انتخاباتو کې برخه وانخلي. عمران خان به په ضمني انتخاباتو کې په ټولو څوکیو ځان کاندیدوي.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۱۶مه د قامي اسمبلۍ په ۸ څوکيو ضمني انتخابات شوي وو او په دغو ټولو څوکيو عمران خان پخپله ولاړ ؤ. له دې ۸ څخه عمران خان ۶ څوکۍ ګټلې وې، د پیپلز ګوند عبدالحکیم بلوچ د کراچۍ له این اے ۲۳۷ او د پیپلز ګوند علي موسی ګیلاني د این اې ۱۵۷ ملتان نه دوه څوکۍ ګټلې وې.
عمران خان د توشه خانې په ريفرنس کې د اليکشن کميشن لخوا نااهله ګرځول شوی او دا مهال د قامي اسمبلۍ غړی نه دی. الېکشن کمېشن په پورته ذکر شوو 6 نشستونو د کاميابۍ نوټيفيکيشن نه دی جاري کړی.
دسرچينو ترمخه دعمران خان دبرياليتوب نوټيفيکيشن دانتخاباتي لګښتونو نه افشا کولو له امله نۀ دى جاري شوى.
تحریک انصاف تمام نشستوں پر الیکشن لڑے گی اور عمران خان ان تینتیس نشستوں پر تحریک انصاف کے امیدوار ہوں گے
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) January 17, 2023






