د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست د اسلامي امارت له راتګ وروسته څه باندې ۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

0
221

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست د اسلامي امارت له راتګ وروسته څه باندې ۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.

17 جنوري 2023

 

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ريیس سيد عبدالبصير پاچا اطلاعاتو کلتور رياست کې د رسنيز کنفرانس پر مهال وويل، چې د اسلامي امارت حاکمیت له پیل نه تر دې دمه يې څه باندې ۵۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته يې سپارلي دي.

 

نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې ۳۵۰ فابريکې فعاليت کوي، چې په کې ۸ زره تنو ته د کار زمينه برابره شوې.

 

ښاغلی پاچا وايي، هڅه کوي ترڅو د صنعتي پارک فابريکو لپاره دايمي برېښنا برابره او ياد ښارګوټي ته تللي سړکونه ترميم کړي.

اړوند موضوعات

د ننګرهار کانال د لوی نهر هغه ساحې، چې تېرو سیلابونو او زياتو اوبو له امله تخریب شوي وې جوړې شوې.

د صنعت او سوداګرۍ رييس همدا راز پانګولو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او غوښتنې به يې مرکز سره د حل په موخه شريکې کړي او په ټولو توان هڅه کوي چې پانګوالو او فابريکه لرونکو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

Leave a reply