افغانان واپس خپلو کورونو ته ستانه شو

0
195

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د دولتي یو رسنۍ باخبر نیوز ایجنسي د یو رپورټ مطابق د افغانستان په پایه تخت کابل کښې یو شمیر افغان کورنې خپلو اصلي کورونو ته واپس تللی دي، یادې کورنې په دې دې سیمو کښې د اسلامی امارت او بهرنی ځواکونو ترمینځ د جنګ له وجهې د خپلو کورونو نه بې کوره شوې وې.

د رپورټ مطابق د کندوز او بغلان ولایتونو ۲۱۵ بیځایه شوي کورنۍ د کابل نو نوي پارک څخه په خپله خوښه خپلو اصلی کورونو ته واپس شوي دی. د کابل د مهاجرینو د چارو رییس قاري عبدالمتین رحیم مطابق په دې کورنیو کښې ۱۳۲ د کندوز او ۷۳ کورنې د بغلان ولایت څخه بې کوره شوې وی چې وس واپس خپلو کورونو ته واپس لاړې.
یاده دې وی چې د ملګري ملتونو ادارې هم په افغانستان کښې بې کوره شوو په زرګورنو کورنیو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړي دي او ویلي دی دي چې که د ژمې پیل کیدو نه مخکښې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کښې افغان وګړو او بې کوره شوو کورنیو سره مرستې و نه شی نو دې سره به یو سخت انساني بحران مخې ته راشي.
یاده دې وی چې د پاکستان نه هم د افغان اولس سره بشري مرستې روانې دي او د افغان اولس لپاره د پاک افغان د همکاري ټولنې له طرف نه افغان اولس سره د خوراکي توکو ، د ژوند نور ضرورت سامان او د داروګانو مرستې شوي دي، دا مرستې هوایی او د زمکې له لارې افغان اولس ته ډالۍ شوي دي.

Leave a reply