د ماشومانو د ژغورنې خیریه موسسې اعلان کړی چې په افغانستان کې به خپل ځینې فعالیتونه بیا پیل کړي
باغی ټي وي رپورټ
د ماشومانو د ژغورنې خیریه موسسې اعلان کړی چې په افغانستان کې به خپل ځینې فعالیتونه بیا پیل کړي.
د افغان رسنیو د راپور له مخې، د ماشومانو د ژغورنې خیریه موسسه وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې چې افغان ښځینه کارکونکو ته د کار د بېرته ستنېدو مستند ډاډ ترلاسه شوی، یو شمېر فعالیتونه بیا پیلوي.د يادونې وړ ده، چې د طالبانو حکومت درې اونۍ وړاندې افغان مېرمنې په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې وې.
د طالبانو له بندیز وروسته په افغانستان کې ډېرو بهرنیو نادولتي موسسو کار بند کړی دی.