افغان حکومت له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې بشري مرستې له سیاست سره ونه تړي

Taliban spokesman Zabihullah Mujahid speaks during a press conference in Kabul on August September 6, 2021. - The Taliban on September 6, 2021 said that any insurgency against their rule would be "hit hard", after earlier saying they had captured the Panjshir Valley -- the last pocket of resistance. (Photo by WAKIL KOHSAR / AFP)
افغان حکومت له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې بشري مرستې له سیاست سره ونه تړي
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرونۍ ناسته چې د افغانستان د حالاتو او د ا.ا له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په تړاو جوړه شوې وه، په یوه ګډه وینا پاڼه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له ا.ا یې غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي.
(2023 / 1 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا سرپرست حکومت وايي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا اندېښنې درک کوي، خو هڅه کوي، تر څو ټولې چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي او د غیر شرعي اقداماتو مخه ونیسي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د خلکو غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې له سیاسي موضوعاتو سره ونه تړي.
نوموړي زیاته کړې، ا.ا په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی چې له دیني اصولو او ملي ارزښتونو سره برابر وي.
اړوند موضوعات: