د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې تر بندیزونو لاندې هېوادونو سره بشري مرستې وشي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې تر بندیزونو لاندې هېوادونو سره بشري مرستې وشي
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو مرستندویه موسسو د شمېرو له مخې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د هېواد له نیمايي ډېر وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
(2022 / 12 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د شنبې په ورځ، د اګست په ۱۹مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پریکړه لیک تصویب کړ چې پر اساس یې ټول نړیوال سازمانونه کولی شي د بندیزونو لاندې هیوادونو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
افغانستان، سوریه او میانمار هغه هېوادونه دي چې د ملګرو ملتونو تر سیاسي بندیزونو لاندې دي. د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب د دغه پريکړه ليک د تصويب هرکلى وکړ او له نړيوالو موسسو يې وغوښتل چې خپلې مرستې له دولت او اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ پر اړمنو کسانو وويشي.
هغه وايي: “د اقتصاد وزارت د دغه پريکړه ليک د تصويب هرکلى کوي او که چېرې دغه فعاليتونه د شته اقتصادي لومړيتوبونو له مخې له اړوندو وزارتونو او رياستونو سره په همغږۍ ترسره شي، نو د زيات اقتصادي اغېزمنتيا لامل کېږي.”
له بلې خوا د اقتصادي مسایلو څیړونکی بهمن یوسفي وايي چې د دغه پریکړه لیک تصویب او له افغانستان سره د بشري مرستو دوام د لنډ مهال لپاره ګټور دي او یوازې د بشري بحرانونو د رامنځ ته کیدو مخه نیولای شي؛ خو په اوږد مهال کې د بې وزلۍ د کمولو لپاره دا کار نه کوي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه بهیر زیلند هم وايي چې د دغه پرېکړه لیک تصویب د افغانستان د خلکو لپاره ښه خبر دی او د بشري مرستو دوام به د یوه بشري ناورین مخه ونیسي.
خو په اوږد مهال کې دغه مرستې په افغانستان کې د بې وزلۍ په کمولو کې مرسته نه شي کولای.
ښاغلی ځلاند زیاتوي: له افغانستان سره د پرمختللو هېوادونو مرستې کولای شي د یوه ناورین مخه ونیسي؛ خو دا د فقر او اقتصادي ننګونو ستونزه په دایمي توګه نه حلوي.
اړوند موضوعات: