ذبیح الله مجاهد: نړېوال دې د افغانستان حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي.

ذبیح الله مجاهد: نړېوال دې د افغانستان حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي.
14 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي
مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د امنیت شورا اندېښنې درک کوي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي، چې ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو پر وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نه شي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي.
په خبره یې، نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي.
اړوند موضوعات
هغه ویلي چې اسلامي امارت په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی چې د افغانستان له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي.






