د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت مخې ته په کارمندانو د تیرې ورځ برید په سختو ټکو غندلی.
د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت مخې ته په کارمندانو د تیرې ورځ برید په سختو ټکو غندلی.
12 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مخې ته په کارمندانو برید د اسلام او وطن ضد دښمنانو شومه کړنه ده.
خبر زیاتوي: په ډیرې خواشینۍ سره چې تیره ورځ د بهرنیو چارو وزارت مخته پر غزېدلي سړک باندي د هیواد او اسلامي نظام د د ښمنانو له لوري چاودنه ترسره شوه چې پکې زموږ څو تنه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د بهرنیو چارو وزارت له الله عزوجل څخه شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپیانو ته د عاجلې شفاء دعاء او اقاربو ته د صبر جمیل او نعم البدل غوښتنه کوي.
بهرنیو چارو وزارت زیاتوي: همدارنګه دښمنانو ته څرګندوي چې په داسي بزدلانه او نامشروع کړنو سره نشي کولای د اسلامي نظام په وړاندي خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي.
په هیواد کې د حاکم اسلامي نظام په ضد جګړه او نور هر ډول تخريبي اعمال تر سره کول له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کي دي او مرتكبين يې مجرمين دي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې تیره ورځ کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته یو ترهګریز انتحاري برید رامنځته شو، چې د عامو هیوادوالو په ګډون د یاد وزارت ۳۰تنه کارمندان پکې ټپیان او خپل ژوند له لاسه ورکړ.
حمادشیرزاد