د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د خارجه وزارت مخې ته د پرونۍ پیښې ټپیانو حال اخیستی او کومک یې ورسره کړی.

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د خارجه وزارت مخې ته د پرونۍ پیښې ټپیانو حال اخیستی او کومک یې ورسره کړی.
12 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیر ماخوستن د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د بهرنيو چارو وزارت پر عمومي سړک د نننۍ چاودنې په پايله کې، په څلور سوه بستریز او ايمرجنسي روغتونونو کې، د بهرنيو چارو وزارت د ځينو ټپي کارمندانو او همداراز د ټپي هېوادوالو پوښتنه وکړه.
خیر زیاتوي: مولوي امیرخان متقي له ټولو زخمیانو سره د نغدي مرستې برسېره د روغتون ډاکټرانو ته سپارښتنه وکړه چې تداوۍ ته یې خاصه توجه ولري چې په همدې تړاو یې د ایمرجنسي روغتون له ریس او داکترانو سره ناسته هم ترسره کړه.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې تیره ورځ کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته یو ترهګریز انتحاري برید رامنځته شو، چې د عامو هیوادوالو په ګډون د یاد وزارت ۳۰تنه کارمندان پکې ټپیان او خپل ژوند له لاسه ورکړ.






