یوناما: د ط’البانو حکومت دې ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ودروي 

0
79

د یوناما دفتر د پنجشنبې په ورځ (د جدې ۲۲ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ط.البانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د نړۍ ګواښونه رسولي دي.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران او بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره باید د نجونو پر زده کړو بندیز او په بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار ځنډولو پرېکړه باید ژر تر ژره لیرې شي.

(2023 / 1 / 12    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا “یوناما” وايي، د ط.البانو سرپرست حکومت باید ژر تر ژره د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمپاین ودروي.

د یوناما دفتر د پنجشنبې په ورځ (د جدې ۲۲ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ط.البانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د نړۍ ګواښونه رسولي دي.

اړوند موضوعات:

 د یونما د راپور پۀ اساس؛  افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی 

Leave a reply