د یونما د راپور پۀ اساس؛ افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی

د یونما د راپور پۀ اساس؛ افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی
ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې په داسې مهال شریکې کړي چې د طالبانو تر راتګ وروسته تر نن پورې په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي پاتې دي.
(2021 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما ویلي، چې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
یونما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار کولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادۍ د محدودیتونو له امله زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري چې له هرو لسو ښځو څخه ۹یې د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی د نږدې شخص له خوا تجربه کړی دی.
افغانستان کې د یونما مشرې دېبورا لاینز د افغانو ښځو په تړاو ویلي:
“د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو او موږ باید هغه چلند بدل کړو چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نشي پورته کولای، او همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو چې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي.”
اړوند موضوعات:
م،م افغانستان کې د ښځو او بشر حقوقو د څارلو لپاره ځانګړې ډله ټاکي