د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کابل ښار د ناحیو ګذر وکیلانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدلې.

0
129

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس د کابل ښار د ناحیو ګذر وکیلانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واوریدلې.

11 جنوري 2023

 

د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د کابل ښار د ناحیو د ګذر له یو شمېر وکیلانو سره په ارګ کې وکتل.

 

په دغه کتنه کې چې د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود، د کابل ښار د ناحیو وکیلانو د اسلامي امارت په راتګ او د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او له اسلامي امارت څخه یې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

 

یادو وکیلانو د څښاک او تر ځمکې لاندې اوبو، د عامه پوهاوي پروګرامونو، د روغتونونو او کلینیکونو د تجهیزاتو او خدماتو، د هدیرې ځمکو د کمبود، د کابل ښاروالۍ د بودجې د زیاتوالي، د ښار د مارکیټونو د سمون، د ملي بس سیستم فعالولو، د معیاري مسلخونو جوړولو،د شغلونو د ایجاد،د ناحیو د جوماتونو د ملاامامانو د عزل او ګومارنې د منظمې برنامې جوړولو، معتادینو ته د حرفوي زده کړو، د مرستو د منظم وېش لپاره د اضطراري کمېټې جوړولو، د ریکشو د فعالیت لپاره د منظمې برنامې، د قبالو د وېش پیلولو او د روغتیایي کمپلکس جوړولو ته د خصوصي سکتور د هڅونې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

 

ډاکتر ملا عبدالواسع یادو وکیلانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، دغه نظام د خلکو په همکارۍ او قربانیو لاسته راغلی، په سر او مال به یې ساتنه کوو او خپل اصلاحي پروګرامونه به عملي کوو.

 

نوموړي وویل، د یوې برخې یا څانګې ستونزه باید په ټول نظام کې د ستونزې د موجودیت تعبیر نشي. د عامه اذهانو په سمون او تنویرکې به په ګډه همکاري سره کوو، هغه زیاته کړه، په لږو امکاناتو د کابل ښاروالۍ د ډېر کارونو د ترسره کولو قدرداني کوو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس د توریستي شرکتونو ټولنې رئیس او غړو سره وکتل.

 

ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ښار د ناحیو د ګذرونو وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د ا.ا له مسوولینو سره شریک کړي او د اړوندو مسوولینو له لوري به ورته پر وخت رسیدګي وشي.

Leave a reply