نړیوال بانک وايي، د پاکستان اقتصاد له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په هېواد کې انفلاسیون له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی

باغی ټی وی رپورټ
نړیوال بانک وايي، د پاکستان اقتصاد له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په هېواد کې انفلاسیون له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
نړیوال بانک د نړۍ د اقتصادي اغیزو په اړه یو راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي چې نړیوال اقتصاد د اوکراین او روسیې د جګړې په ګډون د ګڼو لاملونو له امله له سستۍ سره مخ دی.
د پاکستان په اړه د رپورټ ترمخه په روان مالي کال کې د سېلابونو له امله د پاکستان د اقتصادي ودې شرح دوه فيصده ته راښکته کېدو امکان لري، تر دې وړاندې نړيوال بانک د پاکستان لپاره د جي ډي پي ودې څلور فيصده وړاندوينه کړې وه.
د نړیوال بانک په وینا، پاکستان له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دی، وروستي ناوړه سیلابونه او سیاسي بې باوري د پاکستان د ستونزمن اقتصادي وضعیت اصلي لاملونه دي، پاکستان د بهرنیو پورونو د بیرته ورکولو له سختو خطرونو سره مخ دی.
د ډسمبر په میاشت کې د انفلاسیون 24.5 فیصده د 1970 لسیزې راهیسې ترټولو لوړه ده، نړیوال بانک وايي، د پاکستان سیلابونو سره د GDP 4.8 فیصده مساوي لګښت لري.
د جون څخه تر دسمبر پورې د ډالر په مقابل کې روپۍ 14 فیصده کمه شوې ده، سخت موسم د خوراکي او ضروري سامانونو رسولو باندې اغیزه کولی شي، انفراسټرکچر او زراعتي تولیداتو ته زیان رسولی شي، په عین حال کې د هیواد خطر پریمیم 15٪ زیات شوی.





