د قبایلي سیمو خبریالانو د خبریال محمد علي طوري په کور د لاسي بم برید په کلکه غندلې دې

د صده پریس کلب غړی او د کابینې غړي خبریالان د نني برید په اړه راغونډ شوي او د برید غندنه ی کړې ده.
نصیب شاه شینواري
د لنډې کوتل پریس کلب خبریالانو د کرم ضلعې په پاړه چنار کښې د خبریال محمد علي په کور د نامعلومو کسانو لخوا د بمي برید په کلکه غندنه کړې ده، د لنډیکوتل ، باړه او تحصیل جمرود پریس کلب خبریالانو له چارواكو څخه د دغه بزدلانه بريد د پلټنو غوښتنه هم کړې ده.
د صده پریس کلب صدر اقبال حسین اقبال، جنرل سيکرټري محمد جميل، د خزانې سيکرټري اجمل حسين او د کابينې نورو غړو هم د خبريال محمد علي په کور د لاسي بمي بريد په کلکه غندنه کړې ده۔
د قبایلي سیمو خبریالانو په برید کښې د ککړ کسانو د زر تر زره د نیولو او دوی له سزا ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
پولیسو او ځایی سرچنیو تر مخه نن شپې په ۱۲ نیمې بجې نامعلومه کسانو د کرم پريس کلب د سينئر نائب صدر، د سو نو ايف ايم ريډيو پروډيوسر او د پبلک نيوز خبريال محمد علي په کور د لاسي بمونو حمله کړي ده چي له وجي ئي د محمد علي طوري د کور بیلا بیلو برخو ته زیان رسیدلې دې، د کور او دروازې شیشې او موټر هم زیانمن شوې دې.
د قبايلي سیمو خبريالانو د اتحاديې مشر قاضي فضل الله په يو بيان هم ددې بدې پیښې غندنه کړې ده ، قاضي فضل الله وويل، چې د تېرې شپې په کرم ضلع کښې د خبريال محمد علي پر کور د ناپېژانده وسله والو له خوا د لاسي بم بريد په کلکه غندي او له حکومته غوښتنه کوي چې د خبريال محمد علي او کورنۍ ته دې زر تر زره امنيت ورکړل شي او په دې پیښه کښې ککړ کسانو په ضد دې قانوني ګام واخستل شي.
…………………………..






