له ايران څخه شمالي بلوچستان ته د لويديځ د بادونو يو نوی سيستم داخل شوی، د موسمياتو ادارې وړاندوينه کړې چې د بلوچستان په ۱۳ ضلعو کې به تر دوو ورځو پورې باران او واوره او وریږي

0
116

باغی ټي وي رپورټ
له ايران څخه شمالي بلوچستان ته د لويديځ د بادونو يو نوی سيستم داخل شوی، د موسمياتو ادارې وړاندوينه کړې چې د بلوچستان په ۱۳ ضلعو کې به تر دوو ورځو پورې باران او واوره وي.

د موسمياتو محکمي ترمخه د شمالي بلوچستان په علاقو کښي د سختي يخنۍ له وجي د زياتي يخني امکان دے ولي په لوړو سيمو کښي د تودوخي درجه منفي ١٤ درجو ته رسيدلي ده۔

د کراچۍ پشمول په ټوله سندھ کښې له پرون نه تر جنورۍ ۱۷ پورې د یخنۍ څپې او د یخنۍ په شدت کښې د زیاتوالي امکان هم څرګند شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې چې د تودوخې درجه به د سانتي ګراد له دوو څخه تر څلورو درجو پورې را ټيټه شي.

Leave a reply