اسراییلو په عامه ځایونو کې د فلسطین د بیرغ په پورته کولو بندیز ولګاوه

0
260

باغی ټي وي رپورټ
اسراییلو په عامه ځایونو کې د فلسطین د بیرغ په پورته کولو بندیز ولګاوه او د اسرایلو د ښي اړخې ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګیر پولیسو ته امر وکړ چې د فلسطین بیرغ دې ښکته کړي.

اسراییلو د فلسطین پر وړاندې یو بل جارحانه ګام پورته کړی او په عامه ځایونو کې یې د فلسطین د بیرغ په پورته کولو بندیز لګولی دی.
د اسرایلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګوور ویلي دي چې د اسرایلو پر ضد د پارونې د هڅولو لپاره به د سمبولیک بیرغونو په پورته کولو بندیز ولګول شي او د اسرایلو ضد عناصرو ته به د دولت او یا د هغوی د تروریستي سازمانونو د بیرغونو په لګولو بندیز ولګول شي.

هغه وویل چې دی به خپله ټوله انرژي د هغو کسانو په وړاندې وکاروي چې ترهګري یې هڅوي او نور به په عامه ځایونو کې د فلسطین بیرغ نه پورته کوي.دې سره سره د اسراییلو وزیر پولیسو ته لارښوونه کړې چې په عامه ځایونو کې د فلسطین بیرغ واپس راښکته کړي.

د یادولو وړ ده چې اتمر بن ګوور د اسراییلو هغه وزیر دی چې په وروستیو ورځو کې یې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې الاقصی جومات ته پاروونکی سفر کړی دی.

Leave a reply