پيښور هائي کورټ د اوړو د نرخونو د زياتيدو نوټس اخيستې دې، د خوراک وفاقي او صوبائي چارواکي ی سبا ورځ راغوښتي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور هائي کورټ د اوړو د نرخونو د زياتيدو نوټس اخيستو سره د خوراک وفاقي او صوبائي چارواکي سبا ورځ راغوښتي دي.
د پيښور هائي کورټ چيف جسټس قيصر رشيد خان ريمارکس ورکړے دے چې حکومت په ډالرو پسې روان دے، خلقو ته څه نه دي ورکولې، خلک د ډوډۍ لپاره سرګردانه دي، څوک يې پوښتنه نه کوي.پيښور هائي کورټ د خوراک وفاقي سيکرټري او ډائريکټر ته سبا پيش کولو حکم کړے دے۔
د پيښور هائي کورټ چيف جسټس وئيلي دي چي وفاقي او صوبائي حکومتونه خلقو ته ریلیف ورکولو کښي ناکامه شوي دي، عدالت ویلي چې آیا په دي صوبه کښي د خوراک وزير شته؟ عدالت ویلي دي چې حکومت په ډالرو پسې ګرځي او اولس ته څه نه ورکوي.






