راکړه ورکړه به ټوله په افغانۍ وي

0
224

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت وزیر حکم جاري کړې چې په افغانستان کښې به کاروبار په افغانیو کښې وي او باید نوره ټوله راکړه ورکړي په افغانۍ کرنسۍ کښې وشي.

د کابل یو خبریال په انیس الرحمان په خپل ټویټر پانړه خبر خپور کړې چې د دافغانستان اسلامي امارت ددفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد ویلی دي چې د یکشنبه ورځ نه به کاروبار په افغانۍ کښې کوي.
محمد یعقوب وایی چې څوک هم چې ددې کار نه سرغړونه وکړي نو هغوی به د قانوني چلند سره مخ شي، یاده دې وی چې د طالبانو نه مشرانو څخه داسې بیان په اول ځل راغلې چې په افغانستان کښې د کاروبار د افغانستان په خپله کرنسۍ کښې وشي.
یاده دې وی چې د طالب مشرانو د طرف نه داسې خبره او بیان چې کاروبار دې په افغانۍ کښې وشي، دا بیان د طالبانو د حکومت د اعلان نه پس په اول ځل مخې ته راغلې دې، کله نه چې طالبانو حکومت راغې نو دوی اعلان کړې وو چې ټولو خلقو ته د عام معافۍ اعلان دې، وس وس داسې بیان هم راغلې چې د مجاهدین دې د هیچا کور یا ودانې ته هم د ننوتلو کوشش و نه کړي.
دا خبره هم د تکرارول وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د طالب مشرانو د طرف نه داسې بیانونه خپاره شوي وو چې دوی په میلیونه افغانۍ او ډالر چې د پخوانۍ حکومتی مشرانو د ودانیو نه ی لاس ته راغلې وو ،د افغانستان مرکزي بانک ته حواله کړي دي.

Leave a reply