په شمالي وزیرستان کښې ترهګرو په سیکوریټي ځواکونه برید کړې

0
184

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ ویانده اداره آیی ایس پي آر په یو بیان کښې ویلي دي چې د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کښې نن ترهګرو د سیکوریټي ځواک په یوپوسته حمله وکړه، د ویاند بیان مطابق د پاک فوځ یو اهلکار وژل شوې دې.
د آيی ایس پي آر مطابق د شمالي وزیرستان په په ګړیوم سیمه کښې دا برید ترسره شوي , د بیان مطابق سیکوریټي ځواکونه ځوابي کاروایی وکړه او په ترهګرو ی ډزې وکړې ، د فوځ یو سپاهي محمد عامر په دې برید کښې شهید شوې دې، د فوځ بیان مطابق په علاقه کښې د ترهګرو په ضد عملیات پیل شوي دې. یاده دې وی چې د په شمالی وزیرستان او جنوبي وزیرستان کښې د پاکستان سیکوریټي ځواکونه د ډیر وخت نه د ترهګرو په ضد جنګ کښې بوخت دي، د پاکستان فوځ ته په دې جنګ کښې ډیر ځانی او مالي زیان رسیدلې دې.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان وزیر داخله په زیرپواینټ تورخم رسنیو سره په خبرو کښې ویلي وو چې د ترهګرۍ په ضد جنګ کښې پاکستان اولس او فوځ ته ډیر مالي او ځاني زیان رسیدلې ده، نوموړی اوویل چې پاکستان ۸۰۰۰۰ اتیا زره وګړی چې په دې کښې سیکوریټي اهلکار هم شامل دي ، شهیدان شوي دي آو به زرګونو وکړي ټپیان شوي هم دي.

Leave a reply