مزار شریف کښې جرمونه او د اغوا پیښې کمې شوي دي

0
266

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بلخ ولایت ښار مزار شریف نه داسې رپورټونه خپاره شوي دي چې په دې ولایت کښې د جرمونو او د اغوا په شان ناوړه پیښو کښې ډیر کمې راغلې دې او ددې علاقو خلق ډیر خوشحال او مطمین دي.

په رسنیو کښې چاپ د پژواک یو رپورټ مطابق د مزار شریف ځای خلق وایی چې کله نه چې د طالبانو حکومت راغلې او د افغانستان اسلامی امارت په دې جرمونو کښې د ککړو خلقو په ضد عملیات پیل کړي نو داسې جرمونه کم شوي دي.
د مزار شریف ځایی اوسیدونکي وایی چې په تیره یوه نیمه میاشت کښې دغه ښار کښې جنایی جرمونه او د انسان تښتونې پیښې کمې شوي دي. ځای خلق زیاتوي چې جنایی مجرمینو پروړاندې د طالبانو شدید عملیات ددې سبب شوي چې دغه رنګ پیښې کمې شوی دی او د خلقو ژوند خوندي شوې دې.
د بلخ ولایت انتظامی چارواکي هم تاییدوي چې په تیره میاشت کښې یو شمیر داسې کسان نیولي دې چې په بیله بیلو جرمونو کښې ککړ وو او دا کسان ی زندان ته اچولي دي.
د مزار شریف یو سوداګر نجم الدین وایی چې پخوا په ډار کور ته او کاروبار ته راتلو او وس ډیر په ډاډه زړه کاروبار ته راځو، دې وایی چې مخکښې به مونږ ته په لار کښې د غلو له لاس لوټ کیدو ډار وو او وس ښه په امن سره کار ته راځو.
دا دوکاندار وایی چې د طالبانو د حکومت نه وړاندې ورته ډیرې د امنیت ستونزې وی خو وس چې د طالبانو حکومت راغلې نه د امنییت ستونزه ختمه شوې، وړاندې به مو ځان سره په دوکان او د دوکان نه ځان سره پیسې نه شوې وړلې او وس په ډاډه زړه ځان سره پیسې ګرزولې شوی، دوی وایی چې وړاندې به مو مازیګر کښې پیسې ډیر په مشکله کورته وړلې او ټیلی فون به مو هم ځان سره نه شو ګرزولې ولی نن سبا د طالبانو د حاکمیت له وجهې امینیت په ډیره ښه توګه خوندي دي.

Leave a reply