په کابل کښې برید ، ۵ تنه وژل شوي

0
82

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې بیګا یوه چاودنه شوي وه، د ترکي ټیلیویژن مطابق په دې برید کښې ۵ پینځه ملکي وګړي وژل شوې وو، سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې په افغانستان کښې د داعش ډلې شتون د امارت اسلامی افغانستان لپاره یو ډیر لوی چیلنج دې.

یاده دي وی چې د بیګاه حملې نه پس د افغانستان اسلامی امارت مجاهدینو په کابل کښې د هغه داعش ډل په ضد عملیات پیل کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد مطابق په عملیاتو کښې د داعش ډلې هغه مرکز د منځه وړل شوې دې او په دې مرکز کښې د داعش ډلې ټول کسان وژل شوي دي.
یاده دې وی چې په کابل او ننګرهار کښې د بریدونو ذمه واري د داعش خراسان ګروپ په خپله غاړه اخستې ده، چې د افغانستان اسلامی امارت په افغانستان کنټرول ترلاسه کړو نو د طالبانو مشرنو نه یو بیان جاري شو چې داعش ګروپ په افغانستان کښې شتون نه لري.
سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې په افغانستان کښې د داعش ډلې شتون د افغانستان اسلامی امارت لپاره یو ډیر لوی چیلنج دي ، که طالبان دا ستونزه په صحیح توګه هواره نه کړي نو دا ډله به د افغانستان اسلامی امارت لپاره یو ډیر لوی د سر درد جوړ شي، په افغانستان کښې به یو ځل بیا خانه جنګي پیل شي او او د افغانانو وژنه به یو ځل بیا پیل شي.
یاده دې وي چې د فرانس هیواد څخه په یو ویډیو کښې د شمالی ټلوالۍ غړو اعلان کړې چې دوی په افغانستان کښې د داعش ډلې سره د حمایت او ملاتړ اعلان کوي.

Leave a reply