په پایه تخت کابل کښې د داعش په ضد عملیات

په کابل کښ د داعش ډلې خلاف عملیات: فوټو : انیس الرحمان، خبریال
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د امارت اسلامی افغانستان مجاهدینو د داعش ډلې په ضد عملیات کړي، د عملیات د کابل په ۱۷ حوزه کښې ترسره شو، د داغش ګروپ یوه ځاله د منځه وړل شوې او په دې مرکز کښې د داعش ډلې کسان هم اووژل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه یو خبر خپور کړې او وایی چې د ا عملیات د امارت اسلامی افغانستان مجاهدینو په کامیابۍ سره ترسره کړه او د کابل په حوزه ۱۷ کښې د داعش ټول کسان پکښې اوژل شول.
مجاهد وایی چې د داعش ګروپ مرکز د منځه لاړ او په دې مرکز کښې ټول داعشیان وژل شوي دې، یاده دې وی چې د امریکې د وتلو نه مخکښې په کابل هوایی ډګر هم یو برید ترسره شوې وو ، په دې برید کښې ۱۳ امریکایی فوځیان هم وژل شوي وو، ددې برید ذمه واري د داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې وه. یو څو ورځې وړاندې هم په رسنیو کښې داسې رپورټونه شایع شوی وو چې په ننګرهار کښې په طالبانو د برید ذمه واري هم د داعش ډلې په خپله غاړه اخستې وه.
#مهم:
تیره شپه د کابل ښار ۱۷ مه حوزه کې د اسلامي امارت د ځانګړې قطعې مجاهدینو د داعشي فتنه ګرو په یوه ځاله عملیات تر سره کړل.
دغه عملیات چې خورا بریالي او پریکنده وو، په پایله کې یې یاد مرکز په بشپړه توګه له منځه لاړ او په کې میشت داعشي فتنه ګر ووژل شول.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 4, 2021
Tonight fighting among the ISIS and the Taliban in PD17 in Kabul city. pic.twitter.com/GKsr1lALdP
— Anees Ur Rehman (@JournalistAnees) October 3, 2021






