فراه ولایت ابونصر فراهي بندر باندې د افغان دولت او ایراني ځایي چارواکو تر مینځ د همغږۍ ناسته ترسره شوې.

فراه ولایت ابونصر فراهي بندر باندې د افغان دولت او ایراني ځایي چارواکو تر مینځ د همغږۍ ناسته ترسره شوې.
9 جنوري 2023
فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر د کمیسار مولوي سید احمد “ساجد” او ګاونډي هیواد ایران د کمیسار یعقوبي او د دواړو خواو د امنیتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره او د پولې له دواړو لوریو څخه لیدنه وشوه.
په یاده لیدنه کې د ګاونډي هیواد (ایران) امنیتي مسؤلینو د دواړو هیوادونو ترمنځ له وروستيو امنیتي ښو اړیکو څخه خوښې څرګنده کړه، دوی د اسلامي امارت له امنیتي مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د افغانستان ـ ایران پر ګډه پوله ساتونکي مجاهدین، پولې ته څېرمه اوسیدونکي او میشت کوچیان دي خپل تګ راتګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي اړیکې او چارې ګواښمنې نه کړي.
اړوند موضوعات
ایراني او افغان تجاران د ستونزو د حل پۀ موخه ناسته ترسره کوي
بل خوا کمیسار ښاغلي “ساجد” او د سرحدونو رئیس ښاغلي “منصور” په خپلو خبرو کې د هر اړخیز امنیت او تلپاتو اړیکو ډاډ ورکړل او وې ویل؛ چې د افغانستان ـ ایران پر ګډه پوله به هیچا ته د قاچاق او امنیتي چارو د ګډوډي اجازه ور نه کړله شي، ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.





