ایراني او افغان تجاران د ستونزو د حل پۀ موخه ناسته ترسره کوي

ایراني او افغان تجاران د ستونزو د حل پۀ موخه ناسته ترسره کوي
پر افغانستان د لويديځو هېوادونو د بنديزونو له کبله د ګڼو نورو برخو تر څنګ بانکي سکټور هم له سختو محدوديتونو سره مخ شوی چې دې چارې نېغ په نيغه پر صنعت او سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی او د افغانانو خراب اقتصادي وضعيت یې لا پسې خراب کړی دی.
(2022 / 7 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي چې افغان او ايراني صنعت کاران نن په ايران کې ناسته کوي.
د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي، په یاده ناسته کې به د دواړو هېوادونو صنعت کاران پر بانکي ستونزو، افغانستان ته د خامو صنعتي توکو پر لېږد او د صنعت په برخه کې پر ګډو فرصتونو خبرې وکړي.
صافی زياتوي چې افغان صنعت کاران دا مهال د خامو صنعتي توکو له جدي کمښت او دغه راز د بانکي محدوديتونو له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه ويلي، هيله لري چې د ايران په غونډه کې به دې ستونزو ته تر يوه بريده د حل لاره وموندل شي.