فارن پالیسي: امریکايي استخباراتو خپل ټول افغان جاسوسان له افغانستان وویستل

فارن پالیسي ته ځينو سرچینو ویلي دي چې د امریکا استخباراتي ادارې (C.I.A.) له افغانستانه خپل افغان جاسوسان چې له دوی سره له تېرو دوه لسیزو کار کړی ویستي دي.
فارن پالیسي په خپل یو راپور کې د ګانګرس د یو مسوول له خولې لیکلي دي چې زرګونه کسان دوی له افغانستان څخه ویستي دي او په دې کې د هغه افغان جاسوسانو کورنۍ هم شاملې دي چې د امریکا لپاره یې کار کړی دی.
دوی وايي چې د C.I.A. د جاسوسانو د ویستلو عملیات يې د افغانستان په ټولو ښارونو کې کړي دي او محض تر کابل پورې
محدود نه و.
د امریکا د استخباراتو ویاند بیا د خپلو افغان جاسوسانو د ویستلو ماموریت په اړه له جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده خو ویلي يې دي چې د دوی ادارې د امریکا له حکومت سره له نیږدې کار وکړ څو امریکايي اتباع، د سفارت ځايي کارمندان او نور افغانان وباسي.
دا په داسې حال کې چې تېره چهارشنبه د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسوولینو رسنیو ته وویل چې ډير هغه افغانان چې د امریکا ځانګړې مهاجرت ویزې ته یې غوښتنلیکونه جمع کړي وو، په افغانستان کې ایسار دي. امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزه یا SIV هغه افغانانو ته ورکوي چې له دوی سره یې د افغانانو خلاف جګړه کې مرسته کړې وي.






