د معارف سرپرست وزير: اسلامي شريعت د ښځو د زده‌کړو مخالفت نه کوي

0
37

د افغانستان اسلامي امارت د معارف سرپرست وزير شيخ نورالله منیر ويلي، اسلامي شريعت د ښځو د زده‌کړو مخالفت نه کوي او نه هم د دوی حکومت د ښځو د تعليم د مخالت هوډ لري.

 

د معارف سرپرست وزير له الجزيرې ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي، حکومت به د اسلامي شريعت له اصولو سره سم ټولو ښځو ته د زده‌کړو مناسبه زمينه برابره کړي.

 

شيخ منیر زياته کړې، چې اسلامي شريعت ښځه له تعليمه نه منعه کوي، له همدې امله اسلامي امارت هم هڅه کوي، چې ښځينه زده‌کوونکو ته د زده‌کړو او سالم چاپېريال زمينه برابره کړي، تر څو وکولای شي، چې په خوندي فضا کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خو نوموړي ټينګار کړی، چې دوی به هيڅکله د غربي قوانينو اتباع ونه کړي.

 

شيخ نورالله زياته کړې، چې حکومت به تر شپږم ټولګي پورې د نجونو او هلکانو ګډو زده‌کړو ته اجازه وکړري، خو تر دې لوړو ټولګيو کې به د نجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او لامل يې هم دا ښوولی، چې اسلامي شريعت او د افغانستان کلتور هېڅکله د دې اجازه نه ورکوي.

 

د معارف وزير وايي، حکومت د ښوونیزو نصابونو د بدلون هوډ نه لري، خو هغه برخې يې، چې د اسلام له اصولو او افغان کلتور سره په ټکر کې وي، د هغو بدلون اړتیا ده.

 

ښاغلي منیر زياته کړې، چې پوهنتون ته له رسېدو مخکې شاوخوا ۲۵۰ زره نجونې او هلکان زده‌کړې کوي او حکومت هڅه کوي، چې ټولو زده‌کوونکو ته له هر هر ډول توپير پرته مناسب چاپېريال او امکانات برابر کړي.

 

د شيخ نورالله منیر په وينا حکومت به د خپلې بودجې او دوستو هېوادونو په مرسته د معارف لپاره ځانګړې بودجې اعلان کړي.

 

د معارف وزير ټينګار کړی، چې دوی د هېڅ ډول لباس د لازمي کولو هوډ نه لري، خو دا اړينه ده، چې ټول لباسونه او جامې يې بايد له اسلامي اصولو او افغاني کلتور سره برابرې وي.

Leave a reply