د ا.ا.ا کابل کې د داعش پر مرکز عملیات کړي دي

0
235

د ا.ا.ا کابل کې د داعش پر مرکز عملیات کړي دي

تېره شپه ناوخته د کابل شمالي برخه کې د درنو او سپکو وسلو غږ واورېدل شو، شېبه وروسته یو زور انفجار وشو، له انفجار سره سم له ډېر لرې ځایونو څخه د کابل خیرخانه سرکوتل سیمه کې اور تر سترګو کېدۀ، هېڅوک نه پوهېدل چې څه پېښه ده؛ خو وروسته معلومه شوه چې…..

 

 

(2021 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)

تېره شپه ناوخته د کابل شمالي برخه کې د درنو او سپکو وسلو غږ واورېدل شو، شېبه وروسته یو زور انفجار وشو، له انفجار سره سم له ډېر لرې ځایونو څخه د کابل خیرخانه سرکوتل سیمه کې اور تر سترګو کېدۀ، هېڅوک نه پوهېدل چې څه پېښه ده؛ خو وروسته معلومه شوه چې دغې سیمه کې طالبانو د یو کور د پلټلو هڅه کوله چې د کور له پرې ډزې شوې دي.

په ځوابي ډزو کې درې د داعش غړي وژل شوي، ویل کېږي چې چاودنه هم د داعش ډلې کړې؛ خو طالبان وايي چې یاده چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اووښتی.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت کېږي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او طالبان واکمن شوي دي، بهرنیو ځواکو تر دې وړاندې ویلي ؤ چې د دوی تر وتلو وروسته ممکن افغانستان د داعش پر مرکز بدل شي؛ خو که طالبان وغواړی دوی به ورسره د داعش په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

طالبانو بیا د امریکا دغه څرګندونې رد کړې وې او ویلي یې ؤ چې داعش ډله په افغانستان کې نشته او که وي هم دوی یې له منځه وړلی شي.

کابل کې د داعش د مرکز لع وړلو مخکې طالبانو د پروان ولایت کې هم د داعش په یو مرکز عملیات کړي ؤ چې پایله یې شپږ تنخ داعشیان وژل شوي ؤ.

 

Leave a reply