اروپایي ټولنه وايي افغانستان کې اقتصادي سیستم له ګډوډېدو سره مخ دی

0
83

اروپایي ټولنه وايي افغانستان کې اقتصادي سیستم له ګډوډېدو سره مخ دی

اروپايي ټولنه وايي چې که افغانستان کې وضعت همدغسې دوام وکړي اقتصادي سیستم به سخت وپاشل شي او ممکن هلته بشري ناوري رامنځته شي.

 

 

(2021 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)

اروپايي ټولنه وايي چې که افغانستان کې وضعت همدغسې دوام وکړي اقتصادي سیستم به سخت وپاشل شي او ممکن هلته بشري ناوري رامنځته شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست  مسؤل جوزیف بوریل ویلي چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعت له پاشل کېدو سره مخ دی، او باید دغه هېواد وژغورل شي.

د نوموړي په خبره د افغانستان ژغورل په طالبانو پورې اړه لري او طالبان باید خپل چلند سم کړي، نړیوالو بشري حقوقو ته درناوی وکړي، د خپل ملت حقوق ورکړي تر څو نړۍ دوی سره تعامل وکړي او پرېنږدي چې هلته بشري ناورین رامنځته شي.

بوریل ویلي چې دمګړۍ افغانستان کې سوداګري له منځته تللې، اقتصاد د سقوط په حال کې دی، کاروبارونه سخت زیانمن شوي او که بېرته منظم او جوړ نکړل شي افغانستان کې به سخت بشري ناورین رامنځته شي.

جوزیف بوریل له طالبانو غوښتي چې ژر دې له نړۍ سره یوې پایلې ته ورسېږي تر څو افغانستان له دې سخت وضعت څخه وساتي.

نوموړي ویلي چې که طالبان له نړۍ سره تعامل نکوي د هرژ بدې پېښې مسؤل دوی دي.

Leave a reply