یونیسف وايي چې افغانستان کې کابو دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ کېدونکي دي

یونیسف وايي چې افغانستان کې کابو دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ کېدونکي
یونیسف د افغان ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مخ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغې ادارې په یوۀ تازه خپارۀ کړي مطلب کې ویلي چې کابو دوه میلیونه افغان ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ کېدو په خال کې دي.
(2021 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
یونیسف د افغان ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مخ کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغې ادارې په یوۀ تازه خپارۀ کړي مطلب کې ویلي چې کابو دوه میلیونه افغان ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ کېدو په خال کې دي.
دغه راپور کې راغلي چې همدا اوس نیږدې یو نیم میلیون افغان ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي او په ډیره نیږدې راتلونکې کې دغه شمېر ممکن دوه میلیونو ته ورسېږي.
یونیسف وايي چې دوی په دې څو وروستیو اونیو کې نیږدې څلوېښت زره افغان ماشومانو ته خوارکي توکي رسولي؛ خو دا بسنه نکوي ځکه تر دې ډېر افغان ماشومان خوارکي توکو ته اړتیا لري.
له دې سره جوخت افغان روغتیايي مرکزونه وايي چې د مالي امکاناتو د نشتون له امله دوی په ماشومانو د خوارکي موادو د ویش مرکزونه تړلي دي او د ناروغانو شمېر هم تر پخوا څو برابره ډېر شوی دی.






