د مهاجرینو چارو وزیر په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشه سند ایالت ته د مالوماتو لپاره لیږلې.

0
174

د مهاجرینو چارو وزیر په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشه سند ایالت ته د مالوماتو لپاره لیږلې.

6 جنوري 2023

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په اسلام اباد کې د مهاجرینو اتشې ته لارښونه کړی، چې سند ایالت ته ولاړ شي، او د هغو راپورونو په اړه دقیقه څېړنه وکړي، چې په دې وروستیو کې د بندیانو په اړه خپاره شوي دي.

 

د مهاجرینو چارو وزیر ویلي، که حقیقت ولري، چې د ځینو بندیانو د بند موده پوره ده، خو د نغدي جریمي او یا د کرایې د نشتون له امله بند پاتې دي، اتشه دې سمدلاسه د جریمې پیسې ادا کړي او د ترانسپورت زمینه دې ورته برابره کړي.

اړوند موضوعات

 پاکستان کې افغان سفارت: پاکستان کې د بندي افغانانو د لېږد لګښت موږ پر غاړه اخلو، کورنۍ دې چاته پیسې نه ورکوي   

 

نوموړي همدا راز ویلي چې کوم بندیان، چې نورو لومړنیو مرستو، تداوي، یا البسې وغیره ته اړتیا لري هم دې اړتیاوې ورپوره کړي.

Leave a reply