دوه ملیونه افغان ماشومان د خوراک د کمي ښکار کیدو خطره ده: ملګري ملتونه

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو ادارې په یو رپورټ کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې فقر د زیاتوالي او د خوراکي موادو د قیمتونو د زیاتوالي په وجهې په دې هیواد کښې دوه ملیونه ماشومان د خوراک د کمي ښکار کیدلو خطر سره مخ کیدې شي.
ملګري ملتونو دا رپورټ په داسې وخت کښې ورکړې چې په افغانستان کښې د ژمې موسم راتلونکې دې او که د یخنۍ موسم پیل کیدو نه مخکښې دې افغان ماشومانو او نور افغان اولس سره مرستې و نه شي نوی دوی به د سختو ستونزو سره مخ شي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم د ملګري ملتونو د صحت نړیوالې ادراې هم داسې رپورټ ورکړې وو چې د ژمې پیل کیدو نه وړاندې باید د افغانستان په لرې پرتو سیمو کښې بشري مرستې او د افغان اولس سره د صحت په اړه مرستې وشي چې دلته د یو بل انساني بحران مخه ونیول شي.
په رسنیو کښې هم داسې رپورټونه خپاره شوی وو چې د افغانستان په لرې ولایتونو کښې په روغتونونو کښې داروګان او نور د ژوند لپاره ضروري سامان ختم شوې دې او که ددې داروګانو او نور د ژوند ضروري سامان دې روغتونونو ته ور نه کړې شول نو ددې ولایتونو اولس به د ژوند ډیر سختو حالاتو سره مخ شي.
یاده دې وی چې ملګري ملتونو هم په بیان کښې ویلي وو چې د افغانستان اولس سره دې په بیړني توګه د بشري مرستو ضرورت دې.

Leave a reply