ډاکټر قلندر عباد د بې پولې ډاکټرانو سره وکتل

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد نن په خپل دفتر کښې د بې پولې ډاکټرانو یو وفد غړو سره ملاقات وکړو او په افغانستان کښې راپیښ په یو شمیر مسلو ی خبرې اترې وکړي.
په دې ملاقات کښې د پې پولې ډاکټرو په افغانستان کښې د خدمتونو ستاینه وشو، دوی ته ډاډ ورکړې شو چې دوی دې په آزاده فضا کښې د افغان اولس خدمتونه جاری وساتي، په دې موقع په افغانستان کښې له کولرا ناروغې سره په مبارزره کولو ټینګار وشو.
یاده دې وی چې دې نه وړاندې هم د افغانستان اسلامی مشرانو سره د بې پولې ډاکټرانو نمایندګانو ملاقاتونه کړي او دوی ته اسلامی امارت باور ورکړې چې ددوی امنیت لپاره به اسلامي امارت هر ممکن ګام اوچتوي او دوی په افغانستان کښې د خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، نن د خپل کار په دفتر کې د بې پولې ډاکترانو له استازي سره وکتل.
ده د عامې روغتیا له وزارت سره د بې پولې ډاکترانو پر ګډې همکارۍ په ځانګړي توګه په افغانستان کې له کولرا ناروغي سره د مبارزې پر څرنګوالي بحث وکړ. pic.twitter.com/DwokQQpNMU— BNA Pashto (@bnapashto) October 3, 2021