په افغانستان کښې دې د نجونو لپاره د علم دروازې و نه تړل شي:فوزیہ

0
137

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان یو فعاله ښځې فوزیه ویلي دي چې په افغانستان کښې د ښځو لپاره د مکتبونو دروازې و نه تړل شي او د افغانستان اسلامی امارت دې د ښځو حقونو ته درناوې ورکړي.
فوزیه وحدت سره په خبرو کښې اوویل چې افغان میرمنې دیني ارزښتونو ته ژمنتیا، لوړ احساس او ښه استعدادونه لري او د ښځو حقونو ته باید درناوې وشي.
هغې اوویل چې ښځې زمونږ د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي او دوی ته په لور نظر کتل ښې پایلې لري. فوزیه اوویل چې اسلام امارت دې ښځو ته درناوې ولري او ددوی د حقونو ته دې لبیک اووایی. دوی اوویل چې د ښوونځې دروازې بندول ښه کار نه دې ، د هیواد راتلونکې ترسوال لاندې راولي، زیاته کړه چې باید د زده کړو بهیر برته پیل او لا ګرندې شي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې هم طالب مشرانو یو بیان کښې ویلي وو چې د جونو لپاره انتظامات روان دي او ددوی ښووونځي به ډیر زر پرانستل شي، طالب مشرانو وایی دوی د اسلامی شریعت په رنړا کښې غواړي ښځو ته خپل حقونو ورکړي.
یاده دې وي چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو هرات او کندوز کښې ډیر ښځو د افغانستان اسلامی امارت په ملاتړ او حمایت کښې غونډې تابیا کړې او د طالبانو سره د تړون اعلانونه وکړو، په دې موقع ښځینه مشرانو وینا ګانې او شعارونه پورته کړل چې دوی په افغانستان کښې د اسلامی شریعت ملاتړ کو

Leave a reply