۷۰۰ پاکستانیان آف شور شرکتونه لري

0
185

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي دې چې په نړیوالو رسنیو کښې داسې خبرونه چاپ شوي چې د پاکستاني سیاستانو آف شور شرکتونه دي، په دې کښې داسې پاکستاني سیاست دانان شته چې وس هم په حکومت کښې دي او د عوامي نمایندګي کوي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق پنډورا پیپرز چاپ کیدو نه پس معلومه شوې چې د پاکستانیانو هم آف شور کمپنۍ دي، د رپورټ مطابق ۷۰۰ داسې پاکستانیان دي چې ددوی آف شور شرکتونه دي ، په دوی کښې شوکت ترین، فیصل واوډا، شرجیل میمن، مونس الهي او علي ډار هم شامل دې.
یاده دې وی چې دې نه وړاندې هم د پاکستان پخواني وزیراعظم نوزشریف د خاندان په پانامه پیپرز کښې د آف شور شرکتونو نامه راغلې وه، په پانامه پیپرز سکینډل کښې هم د نورو پاکستانی سیاستدانانو نومونه راغلي وو.
د برطانیه وزیراعظم ډیوډ کیمرون هم په پانامه پیپرز کښې نامه راغلې وه چې بیا ی روسته استعفی ورکړه.

Leave a reply