اوبو او انرژۍ وزارت: د بلخ د سیند اوبه ۱۱ کانالونو ته په عادلانه توګه ووېشل شوې.

0
111

اوبو او انرژۍ وزارت: د بلخ د سیند اوبه ۱۱ کانالونو ته په عادلانه توګه ووېشل شوې.

5 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د بلخ سیندیزې فرعي حوزې تیره ورځ د بلخ د سیند اوبه ۱۱ کانالونو ته په عادلانه توګه وویشلې.

 

خبر زیاتوي: د بلخ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د بلخ د سیند اوبه د میرابانو په شتون کې د امام صاحب، شاهي، سیاګرد، بلخ، مشتاق، عبدالله، دولت آباد، چمتال، فیض آباد، چهاربولک او آقچې کانالونو ته په عادلانه توګه ووېشلې.

اړوند موضوعات

کندهار کې د ۸۹ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې غټې پروژې کار پیل شوی.

 

د یادولو وړ ده، چې د بلخ سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو له خوا په هرو پنځلسو ورځو کې د بلخ د سیند اوبه په عادلانه توګه وېشل کېږي.

حماد

Leave a reply